د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت ۵۹ بېلابېلې قضیې حل کړې دې
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵)ل.م کال په میزان میاشت کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه نیږدې ۱۲۳ بېلابېل شکایتونه اورېدل شوي دې، چې له جملې یې ۵۹ شکایتونه حل شوي دې او پاتې نور یې اړوندو ارګانونو ته د حل په موخه راجع شوي دې.
دغه راز د وزارت اړوند د وړیا تلیفوني شمېرو له لارې د هېواد والو ۳۴۰بېلابېل شکایتونه اورېدل شوي دې او اړوندو ارګانونو ته د حل په موخه سپارل شوي دې.
مسؤلین وایي چې په دې شکایتونو کې د مېرمنو د حقونو، دښمنیو، خپلمنځي شخړو او ورته پېښو قضیې حل شوې دې او د شکېلو اړخونو تر منځ روغې جوړې ته لار هواره شوې ده.
د یاد ولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ولسي خلکو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې په موخه په ټولو ولایتونو کې امریتونه لري چې څو ولس وکولی شي خپل غږ په اسانۍ سره تر مسؤلو چارواکو پورې ورسوي.
