د امربالمعروف وزارت اړوند نظامي محتسبینو د یو شمېر نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند نظامي محتسبینو د ملي دفاع وزارت اړوند د یو شمېر نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره په نظامي برخه کې د یاد وزارت له لوروي د شوو سپارښتنو د پلي کولو او په کارونو کې د همکارۍ په موخه ناستې وکړې.
په دې بېلابېلو ناستو کې نظامي محتسبینو د ګډې همکارۍ، د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو، د خلکو شکایتونو د رسېدنې او له خلکو سره د غوره چلند کولو په تړاو خبرې وکړې.
دغه راز نظامي مسؤلینو هم د خپلو خبرو پر مهال د وزارت د سپارښتنو پلي کول او د خلکو شکایتونو ته رسېدنه د نظام د استحکام او پایښت غوره لار وبلله او ویې ویل چې په ټول توان به د معروفاتو اقامه کوي او د منکراتو مخه به نیسي.
د یادولو وړ ده ، چې د امربالمعروف وزارت اړوند د نظامي معینیت مسؤلین په دوامداره توګه د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې له نظامي مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.
