د امربالمعروف وزارت درې ګوني هيئت له بېلابېلو وزارتونو لیدنه وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۲ - ۱۲:۱۸
mopvpe

پنجشنبه، شوال ۱۲، ۱۴۴۳

ياد درى ګوني هيئت کې چې د امربالمعروف، نهى عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د مختلفو ادارو استازو ګډون درلود په عامې روغتيا، کورنيو چارو، ټولګټو چارو، عدليې وزارت او چارو ادارې کې يې د امربالمعروف وزارت له لوري د ورکړل شويو فرمانونو د تطبيق څخه څارنه او د همدغو فرمانونو په پلي کولو ټينګار وکړ.

ياد هيئت په لومړي سر کې د ذکر شويو وزارتونو له وزيرانو او معينانو سره وکتل او بيا يې له هغوى سره په ګډه د يادو وزارتونو مسئولينو او کارکوونکو ته د امربالمعروف، نهى عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت له لوري د ورکړل شويو فرمانونو د پلي کولو سپارښتنې وکړې.

د يادونې وړ ده چې د ذکر شويو وزارتونو مسئولينو او کارکونکو د امربالمعروف وزارت له دغه ډول فرمانونو څخه خوښي څرګنده کړه او په پلي کولو کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

محتسبینو په درې ولایتونو کې نهو مېرمنو ته د میراث شرعي حقوق وسپارل

محتسبینو په سرپل، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې نهو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۲۹ شخړې حل کړې

 محتسبینو په تېرو دریو ورځو کې د خپلو کړنو پر دوام په سرپل، ننګرهار، بغلان، زابل، تخار، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS