د امربالمعروف وزارت مرستیال: ولس دې د چارواکو له نرمۍ ښه ګټه واخلي او په ورین تندي دې منکرات پرېږدي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۱ - ۹:۳۹
mpovpe

سه شنبه، شوال ۹، ۱۴۴۳

د امربالمعروف وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن منیر میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له مسؤلینو، عالمانو او مجاهدینو سره د ا.ا.ا د مشرتابه او د امربالمعروف وزارت هدایات او لایحې چې د منکراتو د ترک او معروف د تعمیل په اړه وې شریکې کړې.

ښاغلي منیر وویل، د پخوانۍ ادارې ملکي او نظامي کارکوونکي دې، د ا.ا له عفوې ښه ګټه واخلي، په خبره یې، ملکي کارکوونکي دې له موږ ځان جلا نه بولي، دوی ته مو په عفوه سربېره په اداراتو کې د کار زمینه هم برابره کړې؛ ده په ټوله کې او په ځانګړې توګه له دولتي مامورینو غوښتنه وکړه، چې د ږیرې په پرېښودلو او خولۍ/ پګړۍ پر سرولو ځانونه په مسنونه طریقه برابر کړي؛ نوموړي دغه راز د کورنیو له سرپرستانو غوښتنه وکړه، چې په ښځینه وو دې حجاب مراعات کړي.

په غونډه کې مولوي منیر د نورو ادارو له مسوولینو وغوښتل، چې د امربالمعروف په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د امربالمعروف اړوندو مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د وزارت او مشرانو له سپارښتنو علاوه کوم څه په ولسونو جبري نه کړي.

د یاد وزرات مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، زموږ لومړی ګام خلکو ته په معروف امر او له منکراتو منع کول دي؛ خو که څوک زموږ دغه شرعي سپارښتنې عملي نه کړي، په دویم ګام کې به دوی تادیب او تنبیه کړو، خو مرستیال وزیر په ټینګار سره وویل: « له ولسونو او دولتي کارکوونکو مو عاجزانه غوښتنه ده، چې زموږ یادې سپارښتنې په ورین تندي ظاهراً او باطناً عملي کړي، تر څو دویم ګام ته مجبور نه شو

میدان وردګ ولایت ته تللي پلاوي د وزارت او ا.ا د مشرتابه ۱۷ ماده ییزه ابلاغیه هم ګډونوالو ته واوروله، چې مسوولین یې د صفونو تصفیې، د تعصب نه کول، د شهیدانو د کورنیو ښه کفالت، له خلکو سره ښه چلند او ځان په سنتو برابرولو ته هڅولي وو.

د ولایت مرستیال والي شیخ شیراحمد حقاني مرستیال وزیر ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې دا د هر اسلامي نظام وجیبه ده، چې خپل رعیت ته په نېکیو امر او له بدیو منع وکړي، نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د ا.ا یادې سپارښتنې عملي کړي، تر څو یې د دارینو کامیابي په نصیب شي.

هېره دې نه وي، چې د امربالمعروف وزارت سرپرست شیخ خالد الحنفي نن ورځ د ولایتي مسوولینو او حوزو آمرینو ته په ښوونیز سمینار کې وویل: چې امـــ.یر المـــ.و مـ.نین تاسو د مظلوم د آه اورېدلو لپاره ګومارلي یاست، که د مظلوم مرسته مو ونه کړه، د خدای جل جلاله، د امـ.یر المــ.و منــین او زموږ پر وړاندې به مسوول وئ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۳۴
Background image

محتسبینو د هېواد په (۴) ولایتونو کې (۷) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په سرپل، فراه، میدان وردګ، تخار او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۲۴
Background image

زابل کې یوې مېرمنې د محتسبینو په هڅو د میراث شرعي حق تر لاسه کړ

د زابل ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې مېرمنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۱۳
Background image

محتسبینو د هېواد په (۴) ولایتونو کې (۱۲) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ننګرهار، لغمان، میدان وردګ او بلخ ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS