د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت او د کابل ولایت مقام له لوري د کابل ولسونو سره د معروفاتو د اقامې او منکراتو د ازالې په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۶:۲۲
d_azalh_mnkrat_ghwndh_.jpg

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت او د کابل ولایت مقام په همغږۍ له دیني عالمانو، قومي مخورو، ګذر وکیلانو، سوداګرو، رسنیو مسؤلینو او ځایي اوسېدونکو سره (د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د ازالې په اړه د کابل له ولسونو سره د همغږۍ) ناسته وکړه.

ناستې ته د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي وویل: غرب تل د اسلامي نظامونو د له منځه وړلو هڅې کړې او اوس هم غواړي په افغانستان کې اسلامي نظام کمزوری او د خپلې خوښې نظام جوړ کړي.

د شیخ صاحب په وینا: غلیم موږ په داسې حال کې سخت دریځه بولي، چې موږ ټول انبياوو او په خپل وخت کې د هغوی راوړل شوي کتابونه منو او درناوی یې کوو، خو نور اهل کتاب، نه قرآن د الله کلام بولي او نه رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله پیغمبر بولي بلکې بې احترامي یې هم کوي.

دغه راز ناستې ته د ریاست الوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي وویل: د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ټولو وګړو حقوق خوندي دي، که مسلمان دی او که غیر مسلمان. هیڅوک جرئت نه شي کولی د چا پر حق تېری وکړي.

ورته مهال د کابل ولایت والي مولوي امین الله عبید د خپلو خبرو پر مهال وویل: راځئ، چې د نظام د پایښت او په ټولنه کې د ټولو بدیو د مخنیوي لپاره د نظام ملاتړ وکړو. هیچا ته اجازه ور نه کړو، چې زموږ په کورنیو او باندینیو موضوعاتو کې لاسوهنه وکړي او د سرتاسري امن د اخلال سبب وګرځي.

د یادولو وړ ده، چې د ناستې په پای کې د ناستې ګډون والو ته رئیس الوزراء د عمومي دفتر مرستیال، قاري عبدالستار سعید د محترم رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند پیغام واوراوه او ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS