د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵هـ. ل کال د سنبلې میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵) لمریز کال په سنبله میاشت کې په ټول هېواد کې د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي او کورنیو دښمنیو حل، عامه ذهنیت د سمون، د مېرمنو د حقونو خوندیتوب، کوډګرو د نیولو او له سوداګرو سره په اصلاحي ناستو کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې درلودې.
د همغږۍ په موخه ناستې:
محتسبینو په ټول هېواد کې له دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او د مختلفو برخو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت سمون، اسلامي نظام سره د همکارۍ او په کارونو کې د همغږۍ په موخه تر پنځه زره زیاتې ناستې وکړې.
د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټول هېواد کې د مېرمنو د حقونو په برخه کې ۴۵۰ بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې په یادو قضیو کې ۶۰ د میراث، ۴۷ د ولور، ۲۰۰ د کورني تاوتریخوالي، ۳۶ د اجباري نکاحګانو، ۵۱ د نفقې د ورکړې، ۳۱مېرمنو ته د شرعي نکاح د زمینې برابرولو او ۲۵ د طلاق قضیې حل شوې دي.
د کوډګرو نیول:
محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتي کړنو د مخنیوي او د سالمې اسلامي ټولنې د جوړولو په موخه په تېره سنبله میاشت کې په بېلا بېلو ولایتونو ۶۲ کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.
له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې:
ورته مهال محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د جوړولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېرو او بې کیفیته موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې د خیانت د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره ۹۸۱ اصلاحي ناستې کړې او نږدې ۲۰ ټنه تاریخ تېر توکي یې سوځولي دي.
د خپلمنځي، قومي او ژبنیو دښمنیو حل:
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د یووالي، قومي او ژبنو تعصباتو د مخنیوي په موخه۴۶ لویې قومي دښمنۍ پر دوستۍ بدلې کړې او ۲۰۶ بېلا بېلې لویې او وړې شخړې یې حل کړې دي.
