د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۱
pshtw_drym_awwny_khbrwnh_.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دي.

د رواني ناروغانو راټولونه:

د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په هلمند  او نیموروز ولایتونو کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د تطبیق او د ټولنې د روغتیا د تأمین په موخه په روانه اونۍ کې،۲۲۷ تنه هغه کسان چې د رواني اختلالاتو له ناروغۍ ځورېدل راټول او د درملنې لپاره یې د یادو ولایتونو د افغاتي سرې میاشتې اړوندو ریاستونو ته وروپېژندل.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د یاد وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۶۶) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۲۲) د کورني تاوتریخوالي، (۱۵) د میراث، (۱۱) د غیر شرعي نکاح ګانو، (۶) د مهر، (۵) د نفقې نه ورکولو او پاتې (۷) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

دغه راز محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه(۸) لویې دښمنۍ او (۲۲) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

ورته مهال د دې وزارت محتسبینو  په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۱۲) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

او وروستی خبر دا، چې محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۴۸) اصلاحي ناستې کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS