د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبري د کابل چهاردهي سيمې قومي مشرانو سره وکتل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۲۳
dydar_wzyr_sahb_ba_bashndgan_chhardhy-12_dlw-1404.jpeg

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحديث محمد خالد الحنفي د یاد وزارت د ناستو په تالار کې د کابل ولایت اړوند چهاردهي سیمې یو شمېر قومي مشرانو، جهادي څېرو او ځوانانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: یاد وزارت د خلکو د کور حیثیت لري او خلک کولای شي هر وخت پرته له کوم خنډ څخه خپلې ستونزې د یاد وزارت له مسؤولینو سره شريکې کړي‌.

ښاغلي شیخ صاحب همداراز روښانه کړه، چې اسلامي امارت د خلکو له منځه راټوکېدلي نظام دی او د همدې ولس لپاره د اسانتیاوو برابرلو او د هغوی د ستونزو حلولو ته ځان ژمن بولي.

ښاغلي الحنفي صاحب همداراز د راغلي پلاوي ستونزې واورېدلې او ټينګار یې وکړ، چې مسؤولین مکلف دي، د شته امکاناتو په کارولو سره د خلکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.

بل خوا د چهاردي سیمې قومي مشرانو په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې د اسلامي امارت د مشرانو ترڅنګ ولاړ دي او د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د توشیح شویو فرمانونو پلي کولو او تر نورو رسولو ته ژمن دي.

هغوی همداراز وویل، چې د اسلامي شريعت پلي کېدل د افغانان ولس هیله او ارمان وو او اوس خوښ دي چې ټولې چارې یې د اسلامي شریعت سره سمې مخته ځي او خلک د اسلامي شريعت پلي کولو ته هڅول کېږي.

یاده دې وي چې د غونډې په اوږدو کې قومي مشرانو خپلې ستونزې د وزارت له رهبري سره شريکې کړې او د ښاغلي  شيخ صاحب له لوري ورته د بشپړ حل ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار کې (۲۸) کلن کس ته د ودېدونکې اته کلنې نجلۍ د غیر شرعي نکاح مخه ونیول شوه  

 د کند هار ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه په ژړۍ ولسوالۍ کې  د اته کلنې ماشومې د غیر شرعي نکاح مخه ونیوله، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

نجات ۹ زن از خشونت و بدرفتاری خانوادگی در۳ ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت های غور، بلخ  وغزنی در پی دریافت گزارش ‌های مردمی، ۹ تن از زنان را که طی سال ‌های متمادی در معرض خشونت‌ های خانوادگی قرار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

د امر بالمعروف وزارت له لوري د اووه زونونو (۵۵۰) مبلغینو ته درې ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د رهبرۍ له لوري (۵۵۰) مبلیغینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د جوړ شوي قانون او نصاب د تشریح او په دعوتي برخه کې د. . .

BACK TO NEWS