د امر بالمعروف، نهې عن‌ المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې جوزجان ته ولاړ

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۵:۱۳

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د‌ هېواد شمالي ولایتونو ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې جوزجان ته ولاړ او هلته یې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو د اورېدو په موخه د دغه ولایت د ملکي او نظامي مسؤولینو، علماء کرامو، خطیب صاحبانو، قومې مخورو او ګذر وکیلانو سره دیوې سترې غونډي په ترځ کې وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌ المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته وویل: چې دیني عالمان شرعي مکلفیت لري ، ترڅو د منبر او محراب له لارې په ټولنه کې د معروفاتو دودولو او د منکراتو مخنیوي لپاره کار وکړي، او زیاته یې کړه د اسلامي نظام ساتنه او ملاتړ هم لکه جهاد فرض دی او د ټولو مسؤولینو، علماوو او هېوادوالو مکلفيت دی، چې د دغه نظام د ټینګښت او پایښت لپاره کار وکړي.

ښاغلي الحنفي وویل: حجاب د الله تعالی حکم دی او پلي کول یې زموږ شرعي دنده ده او زیاته یې کړه، چې د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون، له شرعي احکامو او حنفي فقهې را اخیستل شوی او په بشپړه توګه به پلي کېږي.

هغه له ټولو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو څخه وغوښتل ترڅو د منکراتو مخنیوي او معروفاتو اقامه کې برخه واخلي او نظام  د ټینګښت او پایښت لپاره کار وکړي.

ورته مهال د جوزجان ولایت ځایي اوسېدونکي، قومي مشران او امارتي مسؤولین وايي; که په ټولنه کې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر نه وي فساد وده کوي او په خلکو کې د ګناه جرأت پیدا کېږي.

نوموړي همدارنګه د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر کول خپله دنده بولي او ډاډ ورکوي چې یاده چاره کې به د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست او محتسبینو سره بشپړه همکاري او همغږي کوي.

هېره دې نه وي چې ښاغلي الحنفي صاحب د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو سره ولیدل او هغوی ته یې د چارو ښه مخته وړلو او همغږۍ رامنځته کولو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل ترڅو خپلو چارو ته ځانګړی پام وکړي او په ټولنه کې د رغبت او صمیمیت لامل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۲۸
Background image

بادغیس ولایت کې هغه کس ونیول شو چې د نبوت دعوی یې کړې وه

د بادغیس ولایت د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولینو د قادس ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه کس، چې د نبوت دعوه یې کوله، نیولی دی.

د مسؤولینو په وینا، یاد کس ادعا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۸
Background image

د هېواد په اتو ولایتونو کې (۳۸) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، پکتیکا، پکتیا، جوزجان، فاریاب، نیمروز، سرپل او غزني ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د امر بالمعروف وزارت اړوند ولایتي رئیسانو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت ټولو ولایتي رئیسانو، د شکایتونو اورېدلو آمرینو او د مالي او اداري برخې کارکونکو ته د ظرفیت لوړونې، لا ښې همغږۍ. . .

BACK TO NEWS