د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو سرپرست وزیر د مجمع الفقه الاسلامي له ګڼو علماء سره ولیدل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۲:۱۱
mopvpe

نن سه شنبه د غبرګولې یا جوزا په ۳۱مه د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتوتو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي)  د دوکتور قطب په مشري د مجمع الفقه الاسلامي له ګڼو علماء سره ولیدل.

یاد علماء چې له سعودي، اردن، ترکیې، پاکستان او ګڼو نورو هیوادونو څخه یې هیئت جوړ و هدف یې اسلامي همدردي او دا یې لومړی ځل یې و چې افغانستان ته راغلي و.

شیخ محمد خالد (الحنفي) په لومړي سر کې یادو علماء ته هر کلی و ویل او هغوی هم خوښي وښودله چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د امن په فضا کې افغانستان ویني.

دوکتور قطب و ویل مونږ به له افغانستان سره د نړۍ د مسلمانو هیوادونو او مسلمانو شتمنو شخصیتونو په هڅونه افغانستان کې ګڼ د تعلیم، پرمختګ او خیریه کارونه ترسره کړو، خوشحاله یو افغانستان کې داسې نظام دی چې د دین مهمه برخه امر بالمعروف او نهی عن المنکر لري، دا ډیر مهم بخش دی خکه ډیر شیان تر تاسو پورې اړوند دي.

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) و ویل: مونږ هغه سنت راژوندي کړل چې د مکې مکرمې په ورځ  رسول اکرم ﷺ کومه عفوه ترسره کړه.

نوموړي زیاته کړه چې زمونږ دین کې افراط او تفریط ځای نلري، مونږ د تولنې د هر قشر هغه که نارینه او که ښځینه وي ټولو حقوقو ته یې ژمن یو کوم چې اسلام ورکړي.

دوکتور قطب په پای کې و ویل د ا.ا مشران د ډیر فراست څښتنان دي چې دا یې د قطر مذاکراتو کې ثابته کړه، مونږ غواړو چې دا فراست وساتي.

mopvoe

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

محتسبینو په درې ولایتونو کې نهو مېرمنو ته د میراث شرعي حقوق وسپارل

محتسبینو په سرپل، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې نهو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۲۹ شخړې حل کړې

 محتسبینو په تېرو دریو ورځو کې د خپلو کړنو پر دوام په سرپل، ننګرهار، بغلان، زابل، تخار، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS