د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت رهبري د نورستان ولایت یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۲۶
dydar_wzyr_sahb_ba_mrdm_nwrstan-_8_hml_.jpeg

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي او د یاد ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

ناسته کې یادو قومي مشرانو د واورې او ځينو نورو ستونزو له امله د نورستان ولایت د لارو د بندښت او د خپلو سیمو اړوند  یو شمېر نورې ستونزې شريکې کړې.

قومي مشرانو د وزارت له رهبري څخه وغوښتل ترڅو د نورستان ولایت د لارو او سړکونو د ستونزو په اړه اړوند ادارو څخه غوښتنه وکړل شي ترڅو دغه ستونزو ته پر وخت او ښه توګه رسیدګې وکړي.

هغوی روښانه کړه، چې د نورستان ولسونه د خپل نظام ترڅنګ ولاړ دي او د اسلامي نظام ساتنې او پایښت لپاره به له هېڅ راز هڅو ډډه نکوي.

ورته مهال، د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي د یادو ستونزو د اورېدو ترڅنګ راغلي قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د وزارت رهبري به دا موضوعات له اړوندو مراجعو سره شریک کړي او د حل لپاره به لازمه همکاري ترسره کړي.

ښاغلي شیخ صاحب د یادو ستونزو د ژر حل په موخه د نورستان ولایت والي قاری زین العابدین هم یاد مجلس ته راغوښتی و او د خلګو ستونزی یې ورسره شریکي کړي. ښاغلي شيخ صاحب همداراز د نورستان والي ته سپارښتنه وکړه، چې څومره ژر کیږي د خلګو ستونزو ته دې رسیدګې وکړي او د مشکلاتو په حل کې دې بشپړ توان مصرف کړي.

همداراز راغلو قومي مشرانو ته شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت ته د خلکو ستونزو حلول او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرول لومړیتوب لري او هڅه کوي څو د خلکو ستونزو ته پر وخت حل رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یاد وزارت رهبري له دې وړاندې هم د بېلابېلو سیمو له قومي مشرانو سره په لیدنو کې د هغوی ستونزې اورېدلي او د حل لپاره یې ګړندي ګامونه پورته کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS