د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله وروستي فرمان لاښه پلي کېدو په موخه ناسته تر سره شوه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۳۳

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د یاد وزارت د ناستو په تالار کې، د کابل ښار محتسبینو او د یاد وزارت مسؤولینو، کارکوونکو، د رسنیو استازو او سلګونو نورو ګډون والو په شتون کې د خوښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د نوي توشیح شوي فرمان د ابلاغ او لاښه پلي کېدو په موخه ناسته وشوه.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب وویل: عدل او انصاف د اسلامي نظام ځانګړنې دي او مسؤولین مکلف دي چې په اسلامي ټولنه کې ټولو اوسېدونکو حتی د غیر مسلمان وګړو ټول حقونه او اړتیاوې په پام کې ونیسي.

شیخ صاحب زیاته کړه، چې  اسلام مبارک دین د ژوند ټول اړخونو ته لارښوونې لري او ټول یې په رعایت مکلف یو.

ښاغلي شیخ صاحب همداراز ټینګار وکړ، چې مهر د خویندو حق دی، هېڅوک پرې سترګې نه شي پټولی او په بشپړه توګه به خویندو ته ورکول کېږي.

 شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د خپلو خبرو په دوام کې وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونو کې د ټولنې خیر نغښتی دی، نو په کار ده چې په خوښیو، ودونو، تعزیت او د حج په مراسمو کې د ناوړه دودونو مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د خویندو شرعي حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا د تېر کال په اوږدو کې د (۱۱۳۳) اجباري نکاحو مخنیوی ترسره کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۰
Background image

کنړ کې سپین ږیري کس ته د ودېدونکې کم عمره نجلۍ د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کنړ ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د ۱۸ کلنې ځوانې نجلۍ د نا خوښه نکاح مخه ونیوله، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل یوه ۶۰کلن کس ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۳۰
Background image

نورستان کې د محتسبینو په هڅو ۳۰ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

 د نورستان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په کنتوا ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د بدل واده جبري نکاح فسخ او مېرمنو ته د شرعي نکاح حق ورکړل شو

د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو له لوري دوه نجونې چې د یوې بلې په بدل کې په جبري توکه کوژده شوې وې او د دواړو کورنیو تر منځ له اوږدې مودې راهیسې  د اوږدمهالو شخړو له. . .

BACK TO NEWS