د امر بالمعروف وزارت له لوري د ټولو ولایتونو د امر بالمعروف له رئیسانو سره د قانون د تنفیذ په موخه ناسته وشوه

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۹:۸
nshst_tnfydh_qanwn_dr_wlayat.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د رهبرۍ له لوري د ټولو ولایتونو د امر بالمعروف له رئیسانو سره د امر بالمعروف وزارت د قانون د تطبیق، معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ټولنیزو ستونزو د حل، اسلامي ارزښتونود پیاوړي کولو او په اړوندو برخو کې د قوانینو د عملي پلي کولو په موخه اصلاحي ناسته وشوه.

د ناستې د پیل په خبرو کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي د ناستې ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ په ټولنه کې د معروفاتو اقامې،منکراتو مخنیوي او د دعوت پر لارو چارو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې له ولسي خلکو سره له نرم او غوره چلند څخه کار واخلئ او شته ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړئ.

دغه راز شیخ صاحب په خبرو کې وویل: د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قانون یو جامع او حنفي فقهې په اساس جوړ شوی قانون دی، چې پلي کول یې زموږ او ستاسې شرعی مسؤلیت دی.

ورته مهال ناستې ته راغلیو ولایتي مسؤلینو هم د یاد قانون پلي کول خپل شرعي مسؤلیت یاد کړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې د قانون له توشېح کېدو وروسته په ټولنه کې د ډېرو منکراتو مخه نیول شوې او په دې پار به یې کړنې لا هم دوام ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS