د امر بالمعروف وزارت له لوري د کابل ښار محتسبینو او دیني عالمانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۶
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د یاد وزارت د غونډه په تالار کې د یاد وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي، د یاد وزارت مرستیالانو، د مرکزي څانګو یو شمېر رئیسانو په شتون کې له محتسبینو او ديني عالمانو سره د همغږۍ او احتساب چارو لا ښه ترسراوي په موخه ناسته وشوه.

په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي وویل: د ټولنې اصلاح، د شريعت تنفيذ او اسلامي ارزښتونو ساتنه د ټولو مسلمانانو ګډه دنده ده او په کار ده ترڅو په یاده برخه کې ټول په ګډه او همغږۍ ګام واخلو.

ښاغلي شیخ صاحب زیاته کړه، د انسان د پیدایښت حکمت او موخه د الله تعالی په ځمکه د هغه د احکامو پلي کول دي، چې یاده چاره د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر پرته نه شي ترسره کېدای.

شیخ صاحب همداراز محتسبینو ته په خطاب کې وویل: تاسو الله تعالی د اسلامي شريعت د تطبيق د لپاره غوره کړي یاست په خپلو چارو کې تقوا، تواضع، جرأت، ژمنتیا، اخلاص او ریښتینولي خپله او د الله تعالی رضا په پام کې ونیسئ.

بل خوا د غونډې ګډون والو د ناستې په جوړېدا خوښي وښوده او ورته ناستې یې د احتساب د چارو لاښه ترسراوي  کې ګټورې وبللې.

هغوی همداراز ډاډ ورکړ چې په یاده ناسته کې شوې سپارښتنې په بشپړه توګه په پام کې نيسي او د ټولنې اصلاح لپاره به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

یاده غونډه د یاد وزارت مسلکي مرستیال شیخ نور محمد حقاني په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS