د بلخ ولایت محتسبینو تاریخ تېره درمل ضبط او له منځه یوړل

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۲۶
blkh_-_az_byn_brdn_dwa-_pshtw.jpg

د بلخ ولایت د امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو فعالیتونو په لړ کې د ښار له یو شمېر درملتونو څخه تاریخ تېره درمل ضبط کړل.

محتسبین وایي چې یاده کړنه یې د ولایت د صحي برخي له مسؤلینو سره په همغږۍ ترسره کړې چې په نتیجه کې یې په زیاته اندازه تاریخ تېره درمل ضبط او له منځه یوړل.

محتسبین زیاتوي چې د یادو درملتونونو  له مالکینو یې ضمانت واخیست چې بیا به تاریخ تېره درمل نه پلوري او که چېرته دا کړنه بیا تکرار شي، عاملین به یې قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي .

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم محتسبینو په یو شمېر ولایتونو  کې تاریخ تېره درمل ضبط او له منځه وړي.

امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت هېواد والو ته ډاډ ورکوي چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د هېواد والو له ژوند سره لوبي وکړي او د قانون او شریعت خلاف کړنې ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۵۶
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۳۶
Background image

محتسبینو په بلخ او تخار ولایتونو کې دوه تنه خطر ناک کوډګر نیولي دي

 د بلخ او تخار ولایتونو محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي په موخه دوه تنه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۳۳
Background image

محتسبینو د هېواد په څلور ولایتونو کې (۱۳) شخړې حل کړې

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتوو اورېدلو وزارت اړوند د کابل،پنجشیر، تخار او سمنګان ولایتونو محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې،  دیني عالمانو او قومي مخورو. . .

BACK TO NEWS