د دعوت او ارشاد عمومي ریاست له لوري له کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۰
amtkhan_wzart_kar_az_karmndam.jpg

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد عمومي ریاست له لوري د ټولو وزارتونو، امارتي خپلواکو ادارو او عمومي ریاستونو له کارکوونکو څخه د یادو ادارو اړوند د دعوت او ارشاد ریاستونو د مسؤلینو له لوري تر شپږ میاشتنیو دیني زده کړو وروسته ازموینه واخیستل شوه.

دا ازموینه د ټولو امارتي ادارو له کارمندانو څخه په هغه تدریسي کتاب کې واخستیل شوه، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دعوت او ارشاد ریاستونو له خوا د کارکوونکو لپاره تدریس شوی و.

د یادولو وړ ده، چې د دعوت او ارشاد ریاستونو له لوري په ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو کې اصلاحي درسونه هره ورځ د ماسپښین لمانځه وروسته، د اړوند ادارو په تالارونو یا جوماتونو کې وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۵۶
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۳۶
Background image

محتسبینو په بلخ او تخار ولایتونو کې دوه تنه خطر ناک کوډګر نیولي دي

 د بلخ او تخار ولایتونو محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي په موخه دوه تنه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۳۳
Background image

محتسبینو د هېواد په څلور ولایتونو کې (۱۳) شخړې حل کړې

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتوو اورېدلو وزارت اړوند د کابل،پنجشیر، تخار او سمنګان ولایتونو محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې،  دیني عالمانو او قومي مخورو. . .

BACK TO NEWS