د زابل محتسبین: لوبغاړې باید د لمونځ وخت کې لوبې ودروي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۹:۱۵

۲۵/۹/۱۴۴۳
د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ محتسبینو د کرکت لوبغاړو ته توصیه وکړه، چې د لمونځ وخت کې دې لوبه ودروي او لمانځه ته دې لاړ شي.

دغو محتسبینو وویل: کله چې د الله اکبر غږ اوچتیږي، وزرشکاران باید لوبې پرېږدي او لمونځ ته لاړ شي، لوبغاړي باید داسې جامې د لوبو وخت کې واغوندي، چې عورت یې پکې معلوم نه شي.

له هغه ډول لباس اغوستو دې ځان وساتي چې عورت یې پکې ظاهریږي او یا هم غیر اسلامی او بی معنی شعارونه پرې لیکل شوې وي.

په دغو لیدنو کې لوبغاړو د محتسبینو د ښه تعامل څخه خوښي څرګنده کړه، او ژمنه یې وکړه، چې یادې توصيې به عملي کوي، ځکه چې د دغو توصیو په عملي کولو کې د دنیا او اخرت بریا ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۳
Background image

د امر باالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبري د وزارت اړوند نظامي محتسبینو لپاره یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په دعوتي چارو کې د لا ښې همغږۍ او دعوتي چارو پیاوړتیا په موخه په موخه د جوړ شوي یو ورځني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۹۷) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۳) د کورني تاوتریخوالي، (۱۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵کال د جوزا میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو او منسوبینو د روان (۱۴۰۵) کال په جوزا میاشت کې په ټولنه کې د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي، ژبني او کورنیو دښمنیو. . .

BACK TO NEWS