د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په سرپل ولایت کې د محتسبینو لپاره څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۱۳
ph_srpl_symarwnw_khtm_w_shw.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په سرپل ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

دا څلور ورځنی روزنیز سمینار، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخو کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولو سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونې، له خلکو سره غوره چلند او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

ورته مهال د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان په اساس چې په حج، عمرې، ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه دی له محتسبینو وغوښتل چې په تړاو یې عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

دغه راز محتسبین د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ د ځان په ګټه بولي او زیاتوي، چې له دې سره به په ټولنه کې د ډېری منکراتو مخه په ښه ډول ونیول شي او دوی به تر پخوا په قوي ډول د ټولنې د سمون لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. 

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له لوري په ټولو ولایتونو کې د روزنیزو سمینارونو لړۍ روانه ده، چې ور سره به د دعوتي برخې په لا ښه سمون او په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

محتسبینو د پکتیکا په یولس ولسوالیو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو د پکتیکا په ارګون، یوسف‌خېل، وازېخواه، وړممۍ، ګومل، خوشامند، نکه، سروبي، بکخیل، اومنې او برمل ولسوالیوکې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو ، ځایي اوسېدونکو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت سمون، اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د. . .

BACK TO NEWS