د هملند امربالمعروف مسؤلین سوداګرو ته: له احتکار څخه په کلکه ډډه وکړئ

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۵:۱۰

یکشنبه، شوال ۲۹، ۱۴۴۳

هلمند ولایت کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو له سوداګرو وغوښتل چې له احتکار ډډه وکړي او په ورته وخت کې یې د ټرانسپورتي شرکتونو له مسؤلینو هم وغوښتل چې د شریعت له ټاکلي اندازې څخه د زیات سفر پر مهال دې بې محرمه ښځینه په موټرونو کې نه سپروي.

د دې ولایت په لښکرګاه ښار کې د امر بالمعروف مسؤلینو له سوداګرو سره د لیدنې پر مهال له هغوی وغوښتل چې له احتکار نه ډډه وکړي ځکه چې دا چاره په اسلام کې ناروا او ناوړه کار دی.

هغوی همدارنګه په ورته وخه کې دټرانسپورټي شرکتونو له مسولینو هم وغوښتل چې، هغه اندازه چې شریعت د میرمنو د سفر لپاره ټاکلې له هغې زیات دې ښځینه له محرم پرته په خپلو موټرونو کې نه سپروي او پر موټرچلونکو یې غږ وکړ چې د سفر پر مهال خپل لمنځونه پر وخت ادا کړي.

دغه راز یې د د مرکزي محبس له مسؤلینو سره تر لیدنې وروسته هغوی ته وویل چې له بندیانو سره نیک او ښه چلند وکړي.

همدارنګه یې د دوهمې، شپږمې او اوومې حوزې اړوند سلمانیانو ته د امر بالمعروف وزارت د احکامو تر بیانولو وروسته وویل چې له ږیرې خریلو دې په کلکه ډډه وکړي او د دوکانونو له شیشو دې هغه ناوړه عکسونه لري کړي چې د سُنت طریقې خلاف وي او اهانت پکې شوی وي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

محتسبینو په درې ولایتونو کې نهو مېرمنو ته د میراث شرعي حقوق وسپارل

محتسبینو په سرپل، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې نهو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۲۹ شخړې حل کړې

 محتسبینو په تېرو دریو ورځو کې د خپلو کړنو پر دوام په سرپل، ننګرهار، بغلان، زابل، تخار، نورستان او میدان وردګ ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS