د هېواد په اتو ولایتونو کې (۲۰) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۸
dr_hsht_wlayt_20_zn_az_zlm_njat_yaft.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په پکتیکا، فاریاب، نیمروز، کاپیسا،بغلان، فراه، ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۲۰) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنی غیرتونو په اساس ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۵۳
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

۱- اصلاحي ناستې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناسمو دودونو د اصلاح او د عامه پوهاوي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اولې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اولې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو. . .

BACK TO NEWS