د هېواد په اووه ولایتونو کې محتسبینو تاریخ تېر توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۱:۴
img-20260317-wa0007.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو پلازمېنې کابل په ګډون په کاپیسا، پروان، وردګ، جوزجان، تخاراو پنجشیرد دایکندي، تخار او نیمروز ولایتونو کې په بازارونو کې د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د مخنیوي په موخه د جوړو شویو کمېټو د دوامدارو څارنو پر مهال، په یادو ولایتونو کې په زیاته تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي هدر کړل.
په تړاو یې محتسبین وایي، چې د خپلو څارنو پر مهال یې هغه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل، چې مسؤلینو یې په غیر شرعي توګه تار یخ تېر توکي د سیمې پر خلکو پلورل، چې دا چاره د خلکو د روغتیا او عامه سلامتۍ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
د کمېټو د غړو له لوري تر تاریخ‌تېر توکي راټول او له منځه یوړل شول او مسؤل اشخاص د خپل سرغړونکي عمل له امله قانوني تعهد ته اړ کړای شول او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه کوي.
د یادونې وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د خلکو د روغتیا ساتنې، د احتکار او فساد د مخنیوي، د اسلامي او انساني ارزښتونو د تأمین په موخه، خپلې کړنې لا پیاوړې کړي او د هر ډول ناقانونه کړنو پر وړاندې به له هېڅ ډول شرعي اقدام څخه ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS