د هېواد په شپږ ولایتونو کې (۲۷) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۸:۳۴
dr_shsh_wlayt_27_zn_njat_yaft.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په بلخ، غزني، نیمروز، تخار، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۲۷) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې کورني ظلم، نفقې نه ورکړې، روحي او فزیکي ځورونې  او ورته ناوړه پېښو سره مخ وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۵۵
Background image

محتسبینو په سرپل او سمنګان ولایتونو کې درې مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د سرپل او سمنګان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا درې  مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۴۶
Background image

محتسبینو د هېواد په (۷) ولایتونو کې (۱۴) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په تخار، پروان، بلخ، بغلان، نیمروز،غور او ننګرهار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۵
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۳۷) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۶۱) د کورني تاوتریخوالي، (۲۲). . .

BACK TO NEWS