د هېواد په څلورو ولایتونو کې (۱۵) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۳۷
hl_15_qdyh_zlm_drw_layat.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په زابل، فراه، میدان وردګ او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۵) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې کورني ظلم، نفقې نه ورکړې، روحي او فزیکي ځورونې  او ورته ناوړه پېښو سره مخ وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

محتسبینو په کابل او لوګر ولایتونو کې درې کوډګر نیولي دې

  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کابل او لوګر  ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال درې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۳۷
Background image

د هېواد په څلورو ولایتونو کې (۱۵) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په زابل، فراه، میدان وردګ او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۵). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۰:۳
Background image

میدان وردګ کې یو مېرمنې  د محتسبینو په هڅو د میراث شرعي حق تر لاسه کړ 

د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې. . .

BACK TO NEWS