د ورزش ادارې د دعوت او ارشاد رئیس د فدراسیونونو له استازو سره وکتل

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۲۱
d_dwt_arshad_ryys_srh_wrzsh_adary_srh_wktl.jpg

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د دعوت او ارشاد رئیس او د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د تنفیذ کمېټې، د همغږۍ او اصلاحي سپارښتنو په موخه د هېواد د ټولو ورزشي فدراسيونونو له رئیسانو او استازو سره د المپیک کمېټې د غونډو په تالار کې ناسته وکړه.

ناسته کې د دعوت او ارشاد رئیس مفتي داد محمد بریال عطایي د ورزش په برخه کې د یاد ریاست سپارښتنې بیان کړې. او د ټولو فدراسيونونو له مسؤولینو یې د جدي مراعت غوښتنه وکړه.

نوموړي ټینګار وکړ، چې ټول مسؤلين دې خپلو ورزشکارانو ته د ورزش پر مهال د اسلامي اصولو، د عورت د پټولو او د لمانځه د پابندۍ سپارښتنه وکړي.

ناسته کې همدا راز نورو مسؤولینو په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، چې د ورزش او ټولنیز ژوند په هره برخه کې اسلامي اصول مراعت او نورو ته هم د هغوی د مراعت لارښوونه د ټولو ګډ شرعي مسؤولیت دی.

بل خوا د فدراسیونو استازو د یادې ناستې په جوړېدا خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ، چې شوې سپارښتنې به په بشپړ ډول په پام کې نیسي او تر نورو به یې رسوي.

یاده دې وي، چې په پای کې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د ورزشي کلبونو لپاره ځانګړې شوې سپارښتنې او لارښوونې، پر ګډون والو ووېشل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اولې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اولې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۴
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د نظامي معینیت مسؤلینو د هېواد مشرقي زون له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند په نظامي برخه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو ازالې ریاست مسؤلینو او نظامي محتسبینو د هېواد مشرقي زون څلورو. . .

BACK TO NEWS