د پلازمینې کابل ښار او ټولو ولسوالیو له محتسبینو سره د قانون د لا ښه تطبیق په موخه ناسته وشوه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۳:۲۰
khbr_wzyz_sahb_w_ttbyq_qanwn

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د پلازمېنې کابل ولایت ټولو محتسبینو سره د دې وزارت د غونډو په تالار کې د قانون د اورولو او په ټولنه کې د لا ښه تطبیق په موخه ناسته وشوه.

د ناستې ګډون والو ته د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي وویل: له خپل مسؤولیت څخه ناوړه ګټه مه اخلئ، چارې مو د اسلامي اصولو سره سمې او له افراط او تفريط پرته مخته یوسئ.

د شیخ صاحب په وینا: د دعوت او اصلاح پر وړاندې شته خنډونو ته مه تسلیمېږئ، خپلو چارو کې د الله تعالی رضا په پام کې ونیسئ او په اخلاص سره خپل مسؤولیت ته پام وکړئ.

دغه راز  د وزارت د پالیسي او مسلکي معین شیخ نور محمد حقاني  د خپلو خبرو پر مهال وویل: د شریعت په تطبیق کې باید د خپل امیر اطاعت وکړو او د هغو ټولو کړنو له کولو ډډه وکړو چې د اسلامي نظام له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.

ورته مهال ناستې ته د محتسبینو د تعلیم او تربیت رئیس مولوي راز محمد حامد وویل:  تاسې ته د انبیاءعلیهم السلام دروند مسؤلیت در سپارل شوی دی، چې په پوره اخلاص، دیانت او سمه معنی سره وشي او الهي قوانین کماحقه په ټولنه کې تطبیق شي او له پوره حکمت او تدبر څخه کار واخیستل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS