د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اوومې حوزې او شلمې ناحیې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې
د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اوومې حوزې او شلمې ناحیې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او پر وړاندې یې د مبارزې او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې.
محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، چې موخه یې په ټولنه کې د ټولو ناوړه کړنو مخنیوی، مېرمنو د شرعي حقونو تأمین او په کارونو کې همغږي رامنځته کول و له دیني عالمانو او ګذر وکیلانو وغوښتل، څو د هغو بدو پېښو او دودونو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي، چې ټولنه بد لوري ته رهبري کوي.
دغه راز ګډون والو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو، مېرمنو د حقونو پر تأمین، په کارونو کې د ګډې همکارۍ او د عامه ذهنیت د سمون پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړلې.
ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي او د داسې ناستو جوړول یې د ولس او نظام تر منځ د ښې همغږۍ غوره لار وبلله.
