د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي او د ټولنې د هر وګړي د حقونو د ساتنې لپاره به محتسبین خپلې هڅې روانې وساتي

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۰
faryab_jlwgyry_az_khshwnt_khanwadgy.jpg

د فاریاب ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په سر اولیا کلی کې یوه میرمن چې له دوو کلونو راهیسې د خپل خاوند له خوا د ظلم، بد سلوک، فزیکي او رواني ځورونو سره مخ وه، له تاوتریخوالي او ناوړه چلند څخه وژغورله.

د محتسبینو د تحقیقاتو په پایله کې څرګنده شوه چې یادې میرمنې ته د ناوړه چلند له کبله سختې ستونزې پېښې شوې وي او له خپلو شرعی حقونو بې برخې ساتل شوې وه.

په همدې پار محتسبینو د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه، د میرمنې خاوند راوغوښت او نوموړي ته يې د شریعت په رڼا کې د ښځو حقوق تشریح کړل او له نوموړي څخه یې په کلکه ژمنه واخیسته چې خپلې میرمنې ته به د اسلامي شریعت له مخې ټول حقوق ورکوي او هېڅ ډول ظلم به ورسره نه کوي.

د یاد ولایت محتسبینو وویل، چې د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي او د ټولنې د هر وګړي د حقونو د ساتنې لپاره به محتسبین خپلې هڅې په پراخه کچه روانې ساتي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل کې محتسبینو له سوداګرو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل

 زابل کې محتسبینو د تاریخ تېر توکو د راټولولو او نرخونو کنټرول کمېټو له بازارونو څخه د څارنې پر مهال له سوداګرو او هتۍوالو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه تاریخ تېر خوراکي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۵
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په پکتیا، پکتیکا، غزني، لوګراو خوست ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې له محتسبینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په بغلان ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

 د بغلان ولایت محتسبینو په فرنګ ولسوالۍ کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS