روزګان کې محتسبینو د دوو اجباري نکاحو مخه نیولې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۹:۵۱
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د روزګان ولایت محتسبین وایي، په یاد ولایت کې د هغې پېښې مخه نیولې چې له امله یې دوه سپين ږیرو پلرونو غوښتل خپلې ځوانې لوڼې د هغوی له خوښې پرته یوبل ته په نکاح ورکړي.

هغوی زیاتوي چې دغه کسانو عمرونه د اویا کلونو شاؤخوا دي او په یاده برخه کې یې د خپلو لوڼو خوښه په پام کې نه وه نیولې، چې محتسبینو له خبرېدو سره سم د یادې پېښې  د مخنیوي ترڅنګ یې یادې مېرمنې له خپلو حقونو برخمنې کړي او دواړو کورنیو ته یې د مېرمنو حقونو په تړاو معلومات ورکړي دي.

محتسبین همداراز ډاډ ورکوي، چې د میرمنو د حقونو ساتنې ته ژمن دي او هېڅوک حق نه لري چې د ناوړه دودونو او یا خپلو شخصي سلیقو له مخې د چا حقونه تر پښو لاندې کړي.

یاده دې وي چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له دې وړاندې هم د ورته زرګونو پېښو مخه نیولې ده‌.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۶
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۳۰) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۶۷) د کورني تاوتریخوالي، (۱۶). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

محتسبینو په کابل او لوګر ولایتونو کې درې کوډګر نیولي دې

  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کابل او لوګر  ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال درې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۳۷
Background image

د هېواد په څلورو ولایتونو کې (۱۵) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په زابل، فراه، میدان وردګ او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۵). . .

BACK TO NEWS