روزګان کې محتسبینو د (۱۱) کورنیو تر منځ د ځمکو پر سر راپورته شوې شخړې حل کړې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۱۲
img-20251013-wa0006.jpg

د روزګان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه د قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب په دې ولایت کې د (۱۱) کورنیو تر منځ د ځمکو پر سر راپورته شوې شخړې حل کړې.
مسؤلین وایي، یادې کورنۍ چې له اوږدې مودې راهیسې پخپلو منځونو کې په شخړو او دعوو بوخت و، چې له امله یې کورني مشکلات او ګڼې نورې ستونزې را منځه شوې وې د دې ولایت محتسبینو د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب روغه وکړه او له ښکېلو اړخونو یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د هغو ټولو بدو کړنو له کولو ډډه وکړي، چې دوامداره بدیو ته لار هواروي.
دغه راز په شخړو کې ښکېلو اړخونو پر دې روغه جوړه خوښي وښوده او ویې ویل چې په ټولنه کې د ټولو بدو پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.
د یادولو وړ ده، چې د دې ولایت د امر بالمعروف مسؤلین د یووالي رامنځته کولو تر څنګ د مېرمنو د حقونو خونديتوب، په بازارونو کې د سود او احتکار د مخنیوي تر څنګ له ځوانانو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په ټولنه کې د ډېرو ناوړه پېښو مخه نیول شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اولې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اولې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۴
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د نظامي معینیت مسؤلینو د هېواد مشرقي زون له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند په نظامي برخه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو ازالې ریاست مسؤلینو او نظامي محتسبینو د هېواد مشرقي زون څلورو. . .

BACK TO NEWS