روزګان کې محتسبینو یوه مېرمن له یو کلن کورني بند څخه وژغورله

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۶
ph_rzwgan_yw_myrmn_wzhghwrl_shw.jpg

د روزګان ولایت محتسبینو د خپلو هڅو په دوام او د مېرمنو د شرعي حقونو خوندیتوب په موخه  د دې ولایت په مرکز ترین کوټ خیرو کارېز سیمه کې یوه مېرمن، چې له تېر یوه کال راهیسې د کورنۍ د غړو له لوري له فزیکي ځورونې، کورني ظلم او تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله.

 محتسبین وایي: یاده مېرمن، چې له  تېر یوه کال راهیسې په کورني بند کې ساتل کېدله او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو له لوري تر ژغورلو وروسته له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

 محتسبین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو روایتونو مخه به نیسي چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS