زابل ولایت کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب یوه دښمني حل کړه

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۵۷
hl_akhtlafat_dr_zabl.jpg

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتوو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې،  دیني عالمانو او قومي مخورو مشرانو په منځګړیتوب په دایچوپان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې شخړه حل کړه.

دا اوږد مهاله دښمني، چې د یادو کورنیو تر منځ د دوامداره شخړو لامل شوې وه د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوه.

 په دښمني کې ښکېلو اړخونو پردې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د سلګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS