زابل کې محتسبینو د تاریخ تېر توکو پټنځایونه کشف او له منځه یو وړل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۳۰
mwad_tarykh_tyr_shdh_dr_zabl_az_byn_brdh_shd.jpeg

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست له لوري په بازارونو کې د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د مخنیوي په موخه جوړې شوې کمېټې د دوامدارو څارنو پر مهال، په مرکز قلات ښار کې تر دوه ټنه زیات تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي هدر کړل.

په تړاو یې محتسبین وایي، چې د خپلو څارنو پر مهال یې د تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکو پټنځایونه کشف کړي، چې مسؤلینو یې په غیر شرعي توګه تار یخ تېر توکي د سیمې پر هټۍوالو پلورل، چې دا چاره د خلکو د روغتیا او عامه سلامتۍ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

د کمېټې د غړو له لوري یاد پټنځایونه تثبیت، تر تاریخ‌تېر توکي راټول او د نافذه اصولو سره سم له منځه یوړل شول او مسؤل شخص د خپل سرغړونکي عمل له امله قانوني تعهد ته اړ کړای شو او د ورته کړنو د نه تکرار په اړه ترې لازم تضمین واخیستل شو.

د یادونې وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د خلکو د روغتیا ساتنې، د احتکار او فساد د مخنیوي، د اسلامي او انساني ارزښتونو د تأمین په موخه، خپلې کړنې لا پیاوړې کړي او د هر ډول ناقانونه کړنو پر وړاندې به له هېڅ ډول شرعي اقدام څخه ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۴۰
Background image

محتسبینو په پکتیکا ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

د پکتیکا ولایت  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوېدلو ریاست محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، او ټولنیز فساد د مخنیوي په موخه د دې ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۲۹
Background image

خوست کې یوې مېرمنې له (۱۸) کلن محرومیت وروسته د خپلې خوښې شرعي نکاح حق تر لاسه کړ

د خوست ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د دې ولایت په مرکز متون ښار کې، هغه مېرمن د خپلې خوښې شرعي نکاح له حقونو څخه برخمنه کړه، چې خاوند یې وفات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۲۵
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې اته مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په نورستان، غزني او سرپل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د. . .

BACK TO NEWS