زابل کې (۶)کلن ماشوم ته د ودېدونکې ځوانې مېرمنې د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه  

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۷:۵۷
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو د هغې ځوانې مېرمنې د نا خوښه نکاح مخه ونیوله، چې د خسرګنۍ غړو یې غوښتل چې یوه شپږ کلن ماشوم ته یې د هغې له خوښې پرته په نکاح کړي.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: یاده ځوانه مېرمن چې له واده کولو مخکې یې خاوند وفات شوی و، د یادې مېرمنې د خسرګنۍ غړو غوښتل چې نوموړې مېرمن د بې معنی غیرتونو او تربورګلوۍ په اساس یوه شپږ کلن ماشوم ته د هغې له خوښې پرته په نکاح کې کړي، چې د محتسبینو له لوري د دې ناوړه پېښې مخه ونیول شوه. 

هغوی زیاته کړه: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».
ورته مهال د دې ولایت د نوبهار، ارغنداب، او اتغر ولسوالیو محتسبینو په یوه بل غوره اقدام کې درې مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.
   
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS