شیخ محمد خالد (الحنفي) سره د یوناما مشر مارکس پوتزل وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۸:۴۳
mopvpe

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت چارسمبالي او مرستيال مارکس پوتزل وکتل.

مارکس پوتزل له هغه څخه مننه وکړه چې د لیدلو وخت یې ورکړ، ځينې اندیښنې او پوښتنې یې ورسره شریکې کړې چې سرپرست وزیر ورته د وزارت د اهدافو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل.

شیخ محمد خالد (الحنفي) ورته واضحه کړه چې هدف یې په عمومي توګه د ټولنې اصلاح، د مخدره توګو مخنیوی، د فساد ختمونه، بلکې د شرعي احکامو تطبیق دی.

همدا راز یې ورته واضحه کړه چې د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د ولس د غږ اوریدو مرجع ده، تر څو د نظام د غړیو له لوري د چا حقوق تلف نشي.

پوتزل وړاندې د حجاب په اړه و ویل زه منم د عرف په نسبت شریعت ښځو ته زیات حقوق ورکړي، حجاب هم د کلتور ترڅنګ د اسلام حکم دی، خو نورو هیوادونو کې حجاب بل ډول تعبیریږي، چې شیخ صاحب ورته و ویل حجاب په ټولو اسماني ادیانو کې ویل شوی، اسلام هم ښځینه و ته د حجاب حکم کوي، زمونږ هیواد کې ټولې ښځینه حجاب مراعاتوي او دا الهي حکم دی، د نورو هیوادونو څخه تقلید نه کوو بلکې اسلام ته باید اولویت ورکړو.

نوموړي همدا راز و ویل دا چې افغانستان کې د مخدره توکو د کښت مخه نیول شوې، مونږ هڅه کوو چې د بدیل کښت او نورو برخو کې یې لاسنیوی وکړو او امید لرو چې د تجارت برخه کې یې هم په سمه توګه مخه ونیول شي.

د یادونې وړ دی چې نوموړي سره افغانستان کې د حقوق بشر مشرې فیونا فریزر، انیلا وان ليکل او فرانک کانوې هم شتون درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۳۴
Background image

محتسبینو د هېواد په (۴) ولایتونو کې (۷) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په سرپل، فراه، میدان وردګ، تخار او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۲۴
Background image

زابل کې یوې مېرمنې د محتسبینو په هڅو د میراث شرعي حق تر لاسه کړ

د زابل ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې مېرمنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۱۳
Background image

محتسبینو د هېواد په (۴) ولایتونو کې (۱۲) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ننګرهار، لغمان، میدان وردګ او بلخ ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS