غزني ولايت کې یوه مېرمن له ۱۵ کلنو وروسته له کورني تاوتریخوالي وژغورل شوه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۲۶
ghzny_wlayt_njat_zn_khshwnt.jpg

د غزني ولایت محتسبینو د دې ولایت د زنخان ولسوالۍ سنګ آب کلي کې یوه کونډه مېرمن، چې له تېرو پنځلسو کلنو راهیسې د لېوره له لوري له فزیکي او رواني تاوتریخوالي، وهلو او زور زیاتي سره مخ وه، د محتسبینو له لوري وژغورل شوه.

د یاد ولایت محتسبین وایي: یاده مېرمن له هغه وروسته له دې زور زیاتي څخه وژغورل شوه، چې نوموړې مېرمن د خپلو شرعي حقونو د تر لاسه کولو په موخه د یاد ولایت د امر بالمعروف ریاست ته د خپلو ستونزو د حل په موخه عارضه شوه.

ورته مهال د یاد ولايت محتسبینو په یوه بل غوره اقدام کې د ګېرو ولسوالۍ د ديسي په کلي کې یوه مظلومه مېرمن، چې له تېرو درې میاشتو راهیسې د خُسرګنۍ له لوري له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وه او د خپل پلار کور ته له تګ څخه منع شوې وه وژغورله.

محتسبين ډاډ څرګندوي، چې د ظلم، تاوتریخوالي او غیر شرعي کړنو پر وړاندې به خپلو شرعي او قانوني هڅو ته دوام ورکوي، څو ټولنه له داسې ستونزو پاکه او د مېرمنو حقوق خوندي پاتې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS