غزني ولایت کې د محتسبینو په هڅو دوه مېرمنې خپلو شرعي حقونو ته ورسېدې 

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۲:۳۲
ghzny_-_rsydgy_bh_hqwq_znan.jpg

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو هڅو په دوام، چې مېرمنو ته یې د هغوی د شرعي حقونو د ورکړې په موخه ترسره کوي، دا ځل د غزني ولایت په ګیرو او مقر ولسوالۍ کې دوه هغه مېرمنې، چې له ډېرې مودې راهیسې یې حقوق تر پښو لاندې شوي وو، خپلو شرعي حقونو ته ورسولې. 

محتسبین وایي: په یادو شویو مېرمنو کې یوه د مقر ولسوالۍ وه چې له ډېرې مودې راهیسې یې خاوند ورسره بد چلند ترسره کاوو او د پلار په کور ناسته او نفقه یې نه ورکوله او بله مېرمن د ګېرو ولسوالۍ وه چې هغې سره هم ورته چلند کېده چې د خاوند او د خاوند د کورنۍ له لوري پرې ظلم کېده.

محتسبین زیاتوي چې دواړو مېرمنو وروسته له هغې خپل حقوق ترلاسه کړل چې د یاد ولایت د امر بالمعروف په ریاست کې یې خپل شکایت ثبت او محتسبینو ورته رسېدنه وکړه.

د یادولو ده، چې د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی، د هغوی د حقونو لکه میراث، مهر، د خاوند له لوري نفقې نه ورکړه او له هغوی سره هر ډول ناوړه چلند ترسره کول د اسلام په مبارک دین کې یو ناروا عمل بلل شوی، او امر بالمعروف وزارت به د داسې کړنو مخنیوی کوي چې په هغو کې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کېږي او عاملین به يې په سزا رسوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS