غزني کې محتسبینو پر (۱۱۹) متر مربع ځمکه کرل شوي نشه یي توکي له منځه یووړل

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۸:۱۵
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د غزني ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د دې ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د مسؤلینو په همکارۍ، د قانون د  ۲۲ مې مادې، ۱۱ مې فقرې او د اميرالمؤمنين حفظه الله د ۱۳ مې ګڼې فرمان مطابق د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې پر څه باندې ۱۱۹متر مربع ځمکه باندې کرل شوي نشه یي توکي (چرس) له منځه وړي دي.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د مسؤلینو په همکارۍ یې د اندړو ولسوالۍ په خړ کلي کې پر (۱۱۹)متر مربع ځمکه کرل شوي چرس یا نشه یي توکي له منځه وړي او د دې لوی منکر مخه یې نیولې ده.

 دغه راز محتسبینو کروندګرو ته  د شريعت له اړخه د چرسو د حرمت او د نشه‌ يي توکو د کارونې بدو پایلو او ټولنیزو زیانونو په تړاو خبرې کړې او له هغوی یې غوښتي چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنه ستایي او له هغوی غواړي، چې د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې لا هم چټک ګامونه واخلي، چې تر څو پوري ځوانان د دې ناوړه عمل له کولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې وزارت مسؤلینو تر دې ولاندې هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د نشه یي توکو د کرکېلې او کارونې مخه نیولې او ډاډ څرګندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د یادو توکو په کښت، خرڅلاو او قاچاق لاس پورې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۱:۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د بدل واده جبري نکاح فسخ او مېرمنو ته د شرعي نکاح حق ورکړل شو

د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو له لوري دوه نجونې چې د یوې بلې په بدل کې په جبري توکه کوژده شوې وې او د دواړو کورنیو تر منځ له اوږدې مودې راهیسې  د اوږدمهالو شخړو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۰:۵۸
Background image

په غزني ولایت کې محتسبینو درې مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

د غزني ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په دې ولایت کې د  درې مېرمنو د غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی وکړ او یادې مېرمنې یې له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

 مسؤلی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو نهه مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورل شوې

د پکتیکا  ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه، د مرکز ښرنې په ګډون په سروضه، یوسف خېل، خوشامند،. . .

BACK TO NEWS