فراه کې محتسبینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۰:۵۰
d_frah_wlayt_d_hm_ghzhy_nasth_wshw.jpg

د فراه ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ځینو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په پار په جوړه شوې ناسته کې  وویل: رسنۍ په ټولنه کې د محراب او منبر حیثیت لري نو پر تاسې لازمه ده، چې د ټولنې تر خلکو هغه څه ور ورسوئ چې  داسلام او اسلامي نظام اساسي غوښتنې دي.

دا ناسته چې پکې پر امارتي مسؤلینو سر بېره د ګڼو رسنیو مسؤلینو ګډون درلود د امربالمعروف مسؤلینو وویل: په ټولنه کې د عامه ذهنیت جوړولو او خلکو ته د اسلامي احکامو د ور رسولو دروند مسؤلیت ستاسې پر اوږو دی ؛ ځکه رسنۍ په ټولنه کې د محراب او منبر حیثیت لري نو پر تاسې لازمه ده چې د ټولنې تر خلکو هغه څه ور ورسوئ کوم چې  د اسلام او اسلامي نظام اساسي غوښتنې وي.

مسؤلینو د رسنیو اهمیت ته په اشارې سره وویل، رسنۍ د ملت او نظام تر منځ د پول حیثیت لري که چرته رسنۍ د نظام له پالیسي سره سم نشرات وکړي د نظام د بقا او استحکام سبب کېږي نو پر همدې اساس مو د رسنیو له مسؤلینو غوښتنه ده، چې د نظام اصلي غږ تر ولس ورسوي څو ولس له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.

 دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې د موسیقي  او تصویر له خپرولو څخه ډډه وکړي او خپلې کړنې د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د ټاکل شوې پالیسۍ سره سمې تر سره کړي.

ورته مهال د رسنیو مسؤلینو د دې ناستې پر جوړېدو خوښي وښوده او له مسؤلینو یې د د اسې ناستو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۲۵ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د خوشامند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۱۵
Background image

محتسبینو په دایکندي ولایت کې درې کوډګر نیولي دي

  د دایکندي ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام درې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه. . .

BACK TO NEWS