فراه کې محتسبینو لس کلنه نجلۍ (۷۵) کلن کس ته له ور کولو وژغورله

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۰:۱۱
ph_frah_ky_yw_myrmn_wzhghwrl_shw.jpg

د فراه ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب یوه لس کلنه نجلۍ، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یوه  (۷۵) کلن کس ته په نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

په تړاو یې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: دا غیر شرعي قضیه، چې د یادې کم عمره نجلۍ د کورنۍ غړو غوښتل چې د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یوه پنځه اویا کلن کس ته په نکاح کړي، چې د دې ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

محتسبین زیاتوي، هیڅوک نه شي کولای ازاد انسان په پیسو واخلي او یا یې خرڅ کړي، د اسلامي امارت مسؤلین تل په دې لټه کې دي چې خلکو ته د ارام ژوند کولو زمینه برابره  کړي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث زرګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۳۱
Background image

پکتیکا کې اووه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا ولایت محتسبینو په یوسف خېل، خوشامند، وړممۍ، وازیخواه او ارګون ولسوالیو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۳
Background image

میدان وردګ کې محتسبینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

د میدان وردګ  ولایت محتسبینو، د امیرالمؤمنین حفظه الله لوري د مېرمنو د حقونو خوندیتوب په موخه د جوړ شوي قانون له مخې، د  دې ولایت په چک ولسوالۍ کې یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۹
Background image

د هېواد په هلمند او زابل ولایتونو کې (۱۱) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په هلمند او زابل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۱) مېرمنې، چې د. . .

BACK TO NEWS