لغمان کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۶
dr_lghman_smynarpayan_yaft.jpeg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په لغمان ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د قانون د ښه تطبیق، له خلکو سره د غوره چلند کولو، په دعوتي برخه کې د ظرفیت لوړونې او د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د اولسمې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

د دې روزنیز سمینار په وروستۍ ناسته کې چې د یاد ولایت د والي په ګډون د ټولو امارتي ادارو مسؤلینو پکې ګډون درلود وینا والو محتسبینو ته په خطاب کې وویل: د دعوت اصول او مراتب رعایتولو ته جدي پاملرنه وکړئ او د نبي علیه الصلوة والسلام او د هغه د صحابه کرامو رضي الله عنهم أسلوب او منهج پکې اختېار کړئ، د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه او د امر بالمعروف وزارت ښه نمائنده ګي وکړئ او په دعوتي برخه کې له ولس له غوره چلند څخه کار واخلئ.

هغوی ټینګار وکړ، چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړئ او پخپلو دعوتي کړنو کې له زور زیاتي او سخت چلند څخه ډډه وکړئ او او په دې برخه کې الهي لارښوونې په پام کې ونیسئ.

د یادولو وړ ده، چې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري د امربالمعروف وزارت د قانون د ښه تطبیق، له خلکو سره د غوره چلند کولو، په دعوتي برخه کې د ظرفیت لوړونې او د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د اولسمې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه تر دې وړاندې په کاپیسا ولایت کې هم روزنیز سمینار پای ته ورسېد چې د روزنیزو سمینارونو د لړۍ به دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت ۵۶ بېلابېلې قضیې حل کړې دې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵)ل.م کال په سنبله میاشت کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه نیږدې ۹۷ بېلابې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۸
Background image

ننګرهار کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

 ننګرهار کې محتسبینو د  مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په روداتو ولسوالۍ کې یوه مېرمن، چې د خسرګنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري پر یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۱
Background image

په شپږو ولایتونو کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونو کې د. . .

BACK TO NEWS