محتسبینو  د هېواد په څلورو ولایتونو کې  پنځه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۱۷
5zn_dr_chhar_wlayt_az_nkaj_ajbary_njat_yaft.jpg

د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا،کابل، پروان او فاریاب ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په دې برخه کې د ناوړه دودنو د مخنیوي په موخه په یادو ولایتونو کې پنځه هغه  مېرمنې چې د کورنیو غړو یې غوښتل د ناوړه دودونو، بې معنا غیرتونو او زیاتو پیسو په بدل کې یې په  له غیر شرعي توګه په نکاح ورکړي د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

په دې تړاو د یادو ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلین وایي : یادې مېرمنې چې د بې معنی غیرتونو، ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې غیر شرعي نکاح ګانو ته مجبورې کړل شوې وې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه او د کورنیو له غړو څخه یې وغوښتل شول، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

دغه راز مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې د ټولو دیني ارزښتونو او پّ ځانګړي ډول د مېرمنو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

 بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړې د ټولنیز عدالت د تأمین، د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۴۱
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په پکتیکا، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان او لوګر ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۲۹
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په سرپل، کاپیسا، زابل او نورستان ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۲۴
Background image

محتسبینو په دایکندي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

  محتسبینو په تخار او دایکندي ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو. . .

BACK TO NEWS