محتسبینو د هېواد په پکتیا او پنجشېر ولایتونو کې(۲۷۳) تنه رواني ناروغان افغاني سرې میاشتې ته د درملنې په موخه سپارلي دي

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۹:۱۳
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا او پنجشېر ولایتونو د امر بالمعروف ریاستونو مسؤلینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د ځانګړي حکم له مخې، د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو په موخه (۲۷۳) تنه رواني ناروغان راټول او د درملنې په موخه یې د افغاني سرې میاشتې ولایتي ریاستونو ته سپارلي دي.

د امر بالمعروف وزارت مسؤلین یاده کړنه د دیني مسؤليت له مخې د ټولنې د وګړو د رواني سلامتيا د تأمين او د زيان منونکو قشرونو د ستونزو د حل لپاره ترسره کوي څو یو سالم، با ثباته او د ژوند لپاره مناسب ټولنیز چاپېریال رامنځته شي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو تر دې وړاندې هم د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ سلګونه تنه رواني ناروغان راټول او د اړوندو ولایتونو سرې میاشتې ریاستونو ته یې د درملنې په موخه ور پېژندلي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۵۳
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

۱- اصلاحي ناستې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناسمو دودونو د اصلاح او د عامه پوهاوي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اولې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اولې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو. . .

BACK TO NEWS