محتسبینو د هېواد په (۴) ولایتونو کې (۱۲) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۱۳
mhtsbyn_dr_chhar_wlayt_12_ra_az_zlm_njat_dad.jpg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ننګرهار، لغمان، میدان وردګ او بلخ ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۱۲ مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.

مسؤلین یې په تړاو وایي: د یادو مېرمنو له جملې، چې ځینې یې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو د ناوړه چلند له امله د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سرنوشته پاتې وې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې برخه کې د غیر شرعي کړنو د مخنیوي په موخه زرګونه مېرمنې له کورني ظلم، جبري ودونې او کورني بند خونو څخه ژغورلې او زرګونو مېرمنو ته یې د میراث، نفقې، ولور او خپلې خوښې نکاح حقوق سپارلي او په دې پار یې کړنې لا هم روانې دې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS