محتسبینو په اتو ولایتونو کې د حجاب په تړاو ناستې وکړې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۱۴
dr_hsht_wlayt_nshst_dr_mwrd_hjab_shdh_ast.jpeg

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په پروان، غزني، بامیان، هرات، ننګرهار، سرپل او پنجشیر ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام د امربالمعروف وزارت د قانون له مخې له ګذر وکیلانو او ځایي اوسېدونکو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې له هغوی سره د حجاب پر اهمیت د حجاب پر کولو او په دې برخه کې د یاد وزارت له لوري د شوو لارښوونو د پلي کولو او ګډې همکارئ په موخه اصلاحي ناستې وکړې.

محتسبینو وویل: حجاب الهي حکم دی، چې په کولو سره یې له یوه پلوه الهي حکم پر ځای کېږي او له بل پلوه په ټولنه کې د شته بدیو مخه نیول کېږي، چې په وینا یې د سالمې ټولنې رامنځته کول او د شته منکراتو له منځه وړل زموږ او ستاسې ګډ دیني مسؤولیت دی چې باید تر سره یې کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې محتسبین په ټول هېواد کې له ځایي خلکو سره د لمانځه پر جماعت سره ادا کولو، والدینو د حقونو، اسلامي ورور ولۍ او معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه ناستې کوي چې ور سره په ټولنه کې د زیاتو ناوړه کړنو مخه نیول شوې او ځایي خلک د محتسبینو دا کړنې د ټولنې د سمون تر ټولو غوره لار بولي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS