محتسبینو په بامیان ولایت کې د حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه حل کړه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۶
mhtsbyn_bamyan_yk_msayl_hqwqy_ra_hl_krdnd.jpg

د بامیان ولایت محتسبینو د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې د دې ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه حل کړه.

محتسبینو دواړو لوریو ته د ورورولۍ، زغم، ښه ګاونډیتوب او یو بل منلو په اړه د شریعت په رڼا کې سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې له دې وروسته پخپلو کې د وروڼو په څېر ژوند وکړي.

محتسبین ډاډ څرګندوي، چې هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د قومي او ژبنیو دښمنیو پر اساس بې اتفاقي را منځته کړي او په پوره توان به د هغو پېښو مخه نیسي چې په هېواد کې راغلي امن او د ورورولۍ فضا ته ګواښ پېښوي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد ولایت محتسبینو تر دې وړاندې هم په دې ولایت کې د لسګونو قومي او ژبني دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS