محتسبینو په بلخ، تخار، بغلان، او جوزجان ولایتونو کې اته مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورلې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۲۶
mhtsbynw_ph_blkh_tkhar_ath_myrmn_wzhghwrl.jpeg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په بلخ، تخار، بغلان او جوزجان ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه ۸ مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې له کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له  تېرو څو کلونو راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وې او د خسر ګنیو له لوري ورسره د بې معنا غیرتونو له امله ناوړه چلند کېده، د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محنسبین زیاتوي، چې د امیر المؤمنین حفظه الله له حکم سره سم به په پوره توان هڅه کوي، چې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د کمولو په برخه کې هڅې وکړي او څوک به پرېنږدي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو په تېره قوس میاشت کې د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې له  سلګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS