محتسبینو په تخار او پروان ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۲
kwdkr

 د پروان او تخار ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال دوه هغه کوډګر، چې د پیسو په بدل کې یې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې او د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې، له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.

 ولایتي مسؤولین یې په تړاو وایي: دو تنه هغه کوډګر یې د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولي، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له ځایي خلکو څخه پیسې اخیستلې او ناروا کړنې یې تر سره کولې، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین  ډاډ څرکندوي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته غیر شرعي پېښو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کوډګرو پر کړنو له بندیز ووروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د شرعي پرېکړو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۱۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې شل شخړې حل کړې

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په تخار، بغلان، خوست، فراه او سرپل ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د څو کورنیو تر منځ د بېلا بېلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۲
Background image

محتسبینو په تخار او پروان ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

 د پروان او تخار ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال دوه هغه کوډګر، چې د پیسو په بدل کې یې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې او د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۴
Background image

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵هـ. ل کال د سرطان میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵) لمریز کال په سرطان میاشت کې د هېواد په کچه د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي او کورنیو دښمنیو حل، عامه. . .

BACK TO NEWS