محتسبینو په دایکندي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۲۴
mhtsbyn_dr_tkhar_w_daykndy_dw_jadwgr_ra_grftnd.jpeg

  محتسبینو په تخار او دایکندي ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.

 مسؤولین یې په تړاو وایي: دو تنه هغه کوډګر یې د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولي، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له ځایي خلکو څخه پیسې اخیستلې او ناروا کړنې یې تر سره کولې، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین  ډاډ څرکندوي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته غیر شرعي پېشو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

  دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کودګرو پر کړنو له بندیز ووروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د شرعي پرېکړو له لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۲۴
Background image

محتسبینو په دایکندي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

  محتسبینو په تخار او دایکندي ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۲۴
Background image

د زابل د امر بالمعروف رئیس د یاد ولایت د مرکزي پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او زده‌کړیالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي محمدابراهیم جاوید د یاد ولایت د مرکزي پوهنتون له استادانو مسؤلینو او د زده‌کړیالانو سره د ګډې همکارۍ، عامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۱۴
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د حجاب په تړاو ناستې وکړې

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په پروان، غزني، بامیان، هرات، ننګرهار، سرپل او پنجشیر ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام د امربالمعروف وزارت د قانون له مخې له ګذر وکیلانو او ځایي. . .

BACK TO NEWS