محتسبینو په روزګان، میدان وردګ او فاریاب ولایتونو کې (۳) مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورلې.

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۵۱
wlaytwnw-_mydan_wrdk_-faryab_-_rzwgan_pshtw.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د میدان وردګ، روزګان او فاریاب ولایتونو محتسبینو درې مېرمنې، چې له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې وژغورلې او د یادو مېرمنو د کورنیو له غړو یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

 د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس زورول کېدلې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې د محتسبینو له لوري وژغورل شوې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو بدو پېښو مخه به نیسي چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.

د یادولو وړ ده، چې د دې وزارت محتسبینو په تېرو څو میاشتو کې د مېرمنو د نورو حقونو لکه میراث، مهر او خپلې خوښې نکاح تر څنګ لسګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او کورنیو بندخونو څخه ژغورلې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۵۶
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۳۶
Background image

محتسبینو په بلخ او تخار ولایتونو کې دوه تنه خطر ناک کوډګر نیولي دي

 د بلخ او تخار ولایتونو محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي په موخه دوه تنه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۳۳
Background image

محتسبینو د هېواد په څلور ولایتونو کې (۱۳) شخړې حل کړې

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتوو اورېدلو وزارت اړوند د کابل،پنجشیر، تخار او سمنګان ولایتونو محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې،  دیني عالمانو او قومي مخورو. . .

BACK TO NEWS