محتسبینو په فاریاب ولایت  کې یو کوډګر نیولی دی

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۴۶
mhtsbyn_dr_faryab_yk_jadwgr_ra_dstgyry_krdnd.jpg

د فاریاب ولایت  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوېدلو ریاست محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، او ټولنیز فساد د مخنیوي په موخه د دې ولایت په مرکز میمنه ښار کې یو ماهر کوډګر، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې غیر شرعي دمونه کول او له خلکو څخه یې پیسې اخیستې نیولی دی.

 د امر بالمعروف مسؤلین وایي، یاد کوډګر چې غیر شرعي کړنې یې تر سره کولې د محتسبینو له لوري نیول شوی او پر خپلو ناوړه کړنو له اعتراف وروسته د شرعي پرېکړې په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو کړنې ستایي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له شرکي عقایدو پاکه او د ټولنیز فساد مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کوډګرو پر کړنو له بندیز وروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۴۶
Background image

محتسبینو په فاریاب ولایت  کې یو کوډګر نیولی دی

د فاریاب ولایت  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوېدلو ریاست محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، او ټولنیز فساد د مخنیوي په موخه د دې ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۳۹
Background image

په زابل او لغمان ولایتونو کې محتسبینو اووه مېرمنې له خپلو شرعي حقونو برخمنې کړې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل و لغمان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په دې برخه کې د لدو پېښو او ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۴۶
Background image

د هېواد په اوو ولایتونو کې (۲۰) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ارزګان، کندز، فاریاب، کاپیسا،بلخ، ننګرهار او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د. . .

BACK TO NEWS